ایکنانیوز د الوطن له قوله راپور راکړ، د مصر او اسلامی نړۍ دغه لوی قاری هغه لومړنی کس دی چې له نافع څخه د وارش په روایت ئې مصحف ریکاډر کړی او همدارنګه ئې دا د ماشومانو لپاره لومړنی مصحف کړ. هغه همداراز د قرآن کریم د نورو مشهورو روایتونو دریکارډ شوو تلاؤتونو خاوند هم دی .
شیخ محمود خلیل الحصري ، د ۱۹۱۷کال دستمبر په ۱۷نیټه د مصر په الغربیه ولایت کې دطنطا ښار په شبرا النمله کلي کې زیږیدلی ؤ، په ماشوموالی کې د کلي قرآني مکتب خونې ته لا او په اته کلنۍ کې ئې د قرآن کریم حافظ شو.
شیخ الحصري له الازهر څخه دقرآن لس ګوڼو روایتونو اجازت لیک هم لري او لومړنی کس ؤ چې له نافع څخه ئې د ورش په روایت قران ریکارډ کړ. هغه دغه راز د قرآن کریم لومړنی قاری ؤ چې د ماشومانو د روزنې ځانګړی مصحف ئې ریکارډ کړ او قرآن ئې له تفسیر سره یو ځای کړ چې په ؛ مصحف وعظ مشهور دی.
د اسلامی نړۍ دقاریانو ټولنې په ۱۹۶۶کال کې د خپل لومړني مشر به توګه وټاکه. الحصري همداراز د ملګروملتو په څیر په مهمو ځایونو کې د قرآن کریم تلاؤتونه کړي دي.
دمصر او اسلامی نړۍ دغه نامتو قاری د ۱۹۸۰کال د نومبر په ۲۴نیټه وفات شو .یاد او خاطره ئې تل ژوندئ.